د سري لنكن كركټ ډله به د ورلډ كپ څخه وړاندې د سكاټ لينډ دوره كوي

كولمبو 10 مئی (اے پی پی)د سري لنكن كركټ لوب ډله به د آئي سي سي ورلډ كپ څخه وړاندې د سكاټ لينډ دوره كوي چرته به چې هغوي د كوربه ډلې په ضد د دوو يو ورځنو نړيوالو ميچونو سيريز لوبوي۔د دواړو ډلو ترمينځه وړومبنې مېچ د مئي په اتلسمه نېټه او آخري مېچ د مئي په 21مه نېټھ كېږي۔د دې نه وروستو د سري لنكن ډله به د مئي په 24مه نېټھ د سوئېلي افريقې او د مئي په 27مه نېټه د آسټرېليا په ضد ورلډ كپ وارم آف ميچز كوي۔د يادونې وړ ده د سري لنكن ډله به په ورلډ كپ كښې د جون په وړومبنۍ نېټھ د نيوزي لينډ په ضد د مېچونه پیل كوي