بیجنګ 08مئی(اے پی پی) د چین اولس مشر شی جن پنګ د روسي خپل هم منصب ولاویمر پوټن په نامه د روس هوائي الوتكې په پېښه د غمرازۍ پیغام لېږلې دے ۔ د چین اولس شمر شی جن پنګ په خپل پیغام كښې وئيلي دي ستاسو د يوې هوائي الوتكې خبر ترلاسه شوې چې ماسکو په هوائي ميدان هنګامی لینډنګ نه پس په الوتكه اوور لګيدلې چې له امله ئې مالي او ځاني زيان شوې۔ هغه ووئېل د چين حکومت او اولس د اړخه زه په ذاتی توګه په دې پېښه كښې د ځپليو سره د يووالي څرګندونه كوم او دا وئيل غواړم چې د غمجنو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ د چین وزیراعظم لی کي چیانګ هم په هغه ورځ د روس خپل همڅنګ په نامه د غمرازۍ پيغام لېږلې دے