ماسكو 07 مئی (اے پی پی) پھ روس كښې په يو كيميكل فيكټري كښې د چاؤدنې پھ نتيجه كښې درې كسان مړھ او يو ژوبل شوې دې۔د روس خبرې اژانس له مخې دا پېښه اورال كښې هم آزوت نومي كيميكل فيكټري كښې هغه مهال رامخې ته شوې كله چې هلته د رغونې كار روان ؤ ۔د پېښی په نتيجه كښې درې كسان پھ ټكي مړه او يو ژوبل شوې دې۔ د پېښې پلټنې پيل شوې دي۔