د انګلېنډ او پاكستان ترمينځه د 5 يو ورځنو مېچونو اولنې مېچ (نن) كېږي

لندن 07 مئی (اے پی پی) د انګلېنډ او پاكستان كركټ لوبډلو ترمينځه د 5 ون ډے نړيوالو مېچونو سيريز اولنې مېچ (نن) د شورؤ په ورځ لندن كښې كېږي۔ دې څخه وړاندې په يواځني ټي ټونټي مېچ كښې بريا ترلاسه كولو څخه وروستو د كوربه لوبډلې حوصله زياته شوې او د يو ورځنو مېچونو په سيريز كښې هم د بريا ترلاسه كولو عزم لري۔ بلخوا د پاكستان كركټ لوبغاړو په ټي ټونټي مېچ كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړې خو د بده مرغه كاميابي ئې ترلاسه نه كړې شوه۔ د پاكستاني لوبغاړو وېنا ده چې په ون ډے سيريز كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كولو سره به بريا ترلاسه كړو۔ د دواړو لوبډلو سرلوبغاړو په دې لړ كښې بيانانونه جاري كړې دي او هيله ده چې د دواړو لوبډلو ترمينځھ به د ون ډے سيريز مېچونه سخت وي او د كركټ مينه والو ته به د خوندورو لوبو كتلو موقع په لاس ورشي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ د ون ډے سيريز اولنې مېچ به د روانې مياشتې په 8 مه ٬ دوهم په 11 مه ٬ درېم په 14 مه ٬ څلورم په 17 مه او پنځم او وروستې مېچ به په 19 مه نېټه كولې شي۔