اسلام آباد 06 مئی (اے پی پی) د پاکستان والی بال فیډرېشن د سيورې لاندې ایشین انډرـ23 والی بال چیمپیئن شپ تیارو په لړ كښې د قامی ډلې تربیتی کیمپ پاکستان سپورټس کمپلیکس اسلام آباد كښې پيل شوې۔ تربیتی کیمپ كښې د ټول هېواد څخه 23 لوبغاړي رابللې شوي او 15 لوبغاړو کیمپ ته راپوركړې او پاتې لوبغاړي به هم په يوه دوو ورځو كښې رشيي۔ دغې لوبغاړو له به د کوریا کوچ کیئونګون سره د پاکستان کوچز ٬ د پاکستان پولیس مظهر حسین ګوجر، د پاکستان واپډا لیئق خان، د پاکستان ائیر فورس محمد سعید او د پاکستان آرمی فضل احمد تربیه وركوي۔ ایشین انډر23 والی بال چیمپیئن شپ به سږ كال 3 نه تر 11 اګست میانمار كښې كېږي۔د دغې لوبغاړو انتخاب تيره مياشت لاهور كښې په قامی چیمپیئن شپ كښې شوے ؤ