ډاکټررضا باقر د پاکستان زوے دې۔ د هېواد معيشت په خپلو پښو ودرولو له عمران خان سره څنګ په څنګ معاشي محاذ ته رارسېدلې۔ د عمران خان په نوې پاكستان كښې صلاحيت ته د قدر په سترګه كتلې شي۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان بيان

اسلام آباد ۔ 5 مئی (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي ډاکټر رضا باقر د پاکستان زوے دې۔ د هېواد معيشت په خپلو پښو ودرولو له عمران خان سره څنګ په څنګ معاشي محاذ ته رارسېدلې۔ ده ته هركلې وايو۔ د اتوار په ورځ جاري كړې شوي خپل بيان كښې دې ووئيل اعلی غېر ملكي ادارو څخه زده كړې ترلاسه كوؤنكې ډاکټر رضا باقر د پاکستان زوے دې۔ د هېواد معيشت په خپلو پښو ودرولو له عمران خان سره څنګ په څنګ معاشي محاذ ته رارسېدلې۔ ده ته هركلې وايو۔ دې ووئيل رضا باقر آئي اېم اېف څخه استعفی وركولو سره د پاكستان خذمت له راغلې دې۔ دې ووئيل مخالفه ډله غواړي چې د نړۍ په اعلی ادارو كښې په وظيفه ترسره كوؤنكو ذهينو پاكستانيانو پاكستان خپلې دروازې بندې كړي۔ دې ووئيل د عمران خان په نوې پاكستان كښې صلاحيت ته د قدر په سترګه كتلې شي۔ هغه وخت تلې چې ورور به اعلی وزير ٬ وراره به كارمختار او لور دوهمه وزيراعظمه وه۔ دې ووئيل درې لسيزو څخه د سېټېټ بېنك د هغې ګورنر چې قوم ئې د مسئلو دلدل ته ټېله كولو په تلو مخالفه ډله ولې خفه ده