كم جونګ پخپله د راكټ تجربو مشاهده وكړه ٬ قطبي كوريا

پیانګ یانګ ۔ 5 مئی (اے پی پی) د قطبي كوريا لخوا ددې خبرې تصديق شوې دې چې د هېواد تر ټولو ستر لارښود كم جونګ ان تېره ورځ تر لرې مسافت وار كوؤنكي راكټ توغندي تجربو پخپله مشاهده وكړه۔ د پیانګ یانګ لخوا دا اطلاعات د سوئيلي كوريا د پوځ هغه بيان نظر كښې نيولو سره رامخې ته شوي دي كوم كښې چې وئيلي شوي وو چې تېره ورځ قطبي كوريا په ختيځه سيمه كښې تر كم مسافت وار كوؤنكي يو شمېر توغندي سمندر پلو توغولې وو۔ كم جونګ په دې مشقونو كښی د بشپړه باور څرګندونه وكړه او په پوله پرتو ډلو ته ئې د بېدار پاتې كېدو هدايت هم وكړو۔ بلخوا امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې قطبي كوريا سره د كوم ممكنه جوهري ډيل امكانات روښانه دي