د چين او پاكستان ترمينځھ د آزادې تجارتي لوظنامې څخه بايد بشپړه ګټه پورته كړې شي۔ برآمداتو كښې زياتوالې صنعتي پرمختګ له ضروري دې۔ د هېواد صنعتونه پياوړتيا پلو روان دي۔ مربوطه صنعتي تږلاره جوړوو كومې سره چې زمونږ مصنوعات په نړيوالو منډيانو كښې خپل ځائې جوړولې شي۔ د برآمداتو او درآمداتو فرق كمولې شي۔ تجارت لپاره د وزيراعظم صلاكار عبد الرزاق داؤد اېكسپو سنټر كښې سيمينار ته خطاب

لاهور۔4 مئی(اے پی پی ) تجارت لپاره د وزيراعظم صلاكار عبد الرزاق داؤد وئيلي دي د چين او پاكستان ترمينځھ د آزادې تجارتي لوظنامې څخه بايد بشپړه ګټه پورته كړې شي۔ برآمداتو كښې زياتوالې صنعتي پرمختګ له ضروري دې۔د هېواد صنعتونه پياوړتيا پلو روان دي۔ مربوطه صنعتي تږلاره جوړوو كومې سره چې زمونږ مصنوعات په نړيوالو منډيانو كښې خپل ځائې جوړولې شي۔ د برآمداتو او درآمداتو فرق كمولې شي۔ ده د خالي په ورځ اېكسپو سنټر كښې د صنعت او تجارت او ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټی پاکستان(ټډېپ)ترسېوري لاندې د “پاک’ چین آزاد تجارتی لوظنامه او او تجارتي موقعې” په سرخط سيمينار ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د هېواد معيشت سم لوري پلو راوستلو له ګامونه پورته كوو۔ د برآمداتو او درآمداتو ترمينځه فرق كموو۔ ګراني يواځې د پاكستان مسئله نه ده په نړيواله كچه هم زياتېږي۔ ده ووئيل د ګرانۍ ختمولو له به ټولو ادارو له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل د چين منډۍ ته ډيوټي فري رسنې له مو د 313مصنوعاتو فهرست تيار كړې او انډونيشيا اوس اوس 20 څخه په زياتو مصنوعاتو د ډيوټي فري برآمد كولو آساني راكړې ده۔ ده ووئيل تجارانو ته د پېښو مسئلو په لړ كښې به زره تر زره د اېف بي آر چيئرمېن سره ملاقات وكړم۔ ده خپل خطاب كښې خساره كښې د روانو سركاري ادارو د نجكارۍ اشاره كولو سره ووئيل په زيان كښې روانې ادارې به فعاله كول وي۔ چې كومې ادارې خسارې سره مخ دي د هغې به نجكاري كولې شي۔ وروستو تجارانو او صنعتكارو عبد الرزاق داؤد د خپلو وړاندېزونو او مسئلو څخه خبر كړو