د انګلستان او پاكستان ترمېنځه يوازنې ټي ټوئنټي مېچ به د مئي په پنځمه نيټه كېږي

کارډف 02 مئي (اے پي پي) د انګلستان او پاكستان كركټ لوبډلو ترمېنځه يوازنې ټي ټوئنټي مېچ به د مئي په پنځمه نيټه كېږي٬ د دې نه وړاندې د پاكستان لوبډلې په درې ټور مېچونو كښې كاميابۍ سره انګلستان لپاره خطر زيات كړې۔ پاكستان به د ټي ټوئنټي مېچ سره د دورې باضابطه پېل كوي او د دې نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د پنځو ون ډے مېچونو سېريز پېل كېږي چې پكښې به وړومبې مېچ په 8م مئي ٬ دوېم په 11م٬ درېم په 14م ٬ څلورم په 17م او پنځم مېچ به په 19م مئي كېږي