بنكاك 02 مئي(اے پي پي) د تهائي لينډ باچا ماهاوجي رالونګ كورن چا چې د خپلې ساتندويه سوتهيډا سره واده كړې د تاج پوشۍ نه وړاندې په رسمي توګه د ملكه ګرځولو اعلان كړې ۔د شاهي فرمان له مخې 65 كلن باچا او 40 كلنې نوې ملكه سوتهيډا ترمينځه د قانون تر مخه واده شوې د كومو چې تاج پوشي به(سبا)د خالي په ورځ كېږي ملكه به په ټولو مهمو چارو كښې د باچا معاونت كوي۔د هغې د واده په اعلان د تهائي لينډ وګړو ته لويې سرپرائز وركړې شوې ٬ د هغوي وېنا ده چې باچا خپله ملازمه اوس ملكه كړی۔سوتهيډا تر څو كلونو راهسې په تهائي ايرويز كښې د ايئر هوسټس په توګه كار كولو او باچا سره د هغې ملاقات د پرواز په مهال شوې ؤ چا چې په كال 2016 كښې هغه د تهائي لينډ جنرل او د دې نه وروستو كال 2017 كښې شاهي ګارډ دوهمه كمانډره مقرر كړې وه