
عدن 02 مئی (اے پي پي)د يمن سركاري ځواكو په حوثي ياغيانو د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ تور لګولې دے۔د ابلاغ ذريعو له مخې د يمن سركاري امنيتي ځواكونو په حوثي ياغيانو 3719 ځله د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ كولو تور لګولې ۔په دې مهال د دسمبر څخه تراوسه 140 كسان مړه شوي ۔د يمن قامي ځواكونو وياند عبدمعاذلي په شمالي ولايت مارب كښې د پرېس كنفرنس په مهال وئېلي دي د 18 دسمبر 2018 نه وروستو په حديده ولايت كښې حوثي ياغيانو 3719 ځله د جنګ بندۍ خلاف ورزي كړی ۔معاذلي وئېلي دي په مهال 140 وګړي مړه شوي او 811 ژوبل شوي چې پكښې زياتره مېرمېنې او ماشومان شامل دي۔دا خبره د يادونې وړ ده يمن د تېرو څو كلونو راهسې د خانه جنګۍ ښكار دے