ریاض۔ 01مئی (اے پی پی) د سعودي عربستان د فلكياتو ماهر سدي ارائي عبد الله الخضېري وئيلي دي چې په سعودي عربستنان كښې به د روژې مباركه مياشت د ګل ورځې د روانې مياشتې 6 مې نېټې څخه پېل كېږي۔ العربيه ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل د شعبان په 29 مه نېټه د روژې مياشت په نظر راتلو هېڅ امكان نشته۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وئيل سعودي عربستان كښې د مياشت ليدل د فلكي حساب كتاب ترمخه نه وي بلكې د دې پرېكړه د رويت هلال كمېټۍ د اعلان او د سپريم كورټ د پرېكړې ترمخه كولې شي۔ دده وېنا وه چې دا ځل به شعبان د دېرشو ورځو وي