نوې ډيلې ۔ 01 مئی (اے پی پی) د هند تر ټولو لوئې او نوموړي تاريخي جامع مسجد دهلي دننه برخې ته د ځائي او غېر ملكي سېلګرو په داخلېدو بندېز لګولې شوې دې۔ دې څخه وروستو به اوس يوازې لمونځ كوؤنكي د جومات داخلي برخې ته تلې شي۔ د جومات داخلي برخې ته د سېلګرو په ننوتو د بندېز پرېكړه د جامع مسجد انتظامي كمېټۍ كړې۔ د كمېټۍ دريځ دې چې دا پرېكړه د جومات تقدس او احترام نظر كښې نيولو سره شوې ولې چې ځينې سېلګرو د سېل په مهال د جومات بې حرمتي كړې وه۔ ده ووئيل څو ورځې وړاندې د جومات په داخلي برخه كښې د سېل په مهال د جاپان انجونو د رقص كولو او كرتب ښودلو وېډيو جوړولو سره په سوشل ميډيا اپ لوډ كړه كومه چې وائرل شوې ده۔ دا وېډيو كتلو سره دا اندازه كېدې شي چې سېلګري څنګه د جومات تقدس ته زيان رسوي۔