سعودي عربستان كښې د جعلي داروګانو خرڅون رنځورانو له خطر جوړ شوې

ریاض ۔ 30 اپرېل (اے پی پی) سعودی عربستان كښې د جعلي داروګانو خرڅون او په درملنو كښې د غفلت په ډول معاملې رنځورانو لپاره خطر جوړ شوې دي۔ د سعودي عربستان ورځپاڼې ترمخه د عسير صوبې په بېشه ښار كښې د روغتيا څانګې لخوا د ځپلې شويو رنځورانو د شكايتونو ازالې كولو او د دوئي كېسونه عدالت ته تاخير سره په وړاندې كولو وګړو كښې د غم او غصې كېفېيت موندلې شي۔ ځينې كسانو د ډاكټرانو سنګينو غلطو په نتيجه كښې د رنځورانو د حق رسېدو ادعا هم كړې ده۔ د روغتيا څانګې ترمخه د وګړو په شكايت تفتيشي كمېټي جوړه كړې شوې كومه چې د دې معاملې كره كتنه كوي۔ د تور تر ثابتېدو ډاكټران كار څخه منع كېدې نه شي البته په احتياطي توګه د دوئي په سفر بندېز لګولې شوې دې۔ د راپور ترمخه زياتې طبي غلطۍ په رياض ٬ مكه مكرمه او په ختيځو سيمو كښې رامخې ته شوي دي