تجارتي خبرو اترو لپاره د امريكې اعلٰې مذاكراتي پلاوې بيجنګ ته راورسېد

بیجنګ 30 اپرېل (اے پي پي) چین سره د تجارتي شخړو هواري په لړ كښې د خبرو اترو لسم دور پېل كولو لپاره د امريكې اعلٰې مذاكراتي پلاوې د خزانې وزير سټيون منوچين او د تجارت نمائنده رابرټ لېتهيزر په مشرۍ كښې بيجنګ ته رارسېدلې دې۔ دچين لخوا په مذاكراتو كښې به د چين نائب وزيراعظم ليو هي هم شامل وي۔ لیو هي د مذاکراتو د دې دور نه پس د مئي په اتمه نيټه واشنګټن ته ځي چرته به چې د مذاكراتو بل دور پېل كېږي