د سي پېك دوهم پړاؤ كښې دا منصوبه پراخا كولو سره د كركيلې ٬ صنعتي پرمختګ او اقتصادي پياوړتيا بېلې نوې څانګې شامل كړې شوي دي۔ بېلټ اېنډ روډ فورم كښې د ګډون كوؤنكو هېوادونو تجربو څخه استفاده كولو او ګڼ اړخيزه رابطو ته پراختيا وركولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔د وزيراعظم عمران خان د چين اولس مشر شي جن پنګ سره ملاقات كښې خبرې چين د پاكستاني حكومت د سماجي او اقتصادي پرمختګ ايجنډې او د اولس د خېر ښېګړې منصوبو ستائنه كوي۔ په دې لړ كښې به د پاكستان هر ډول مرسته كولې شي۔ د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په شمول په نورو څانګو كښې به هر ډول مرسته روانه ساتو۔ د چينائي اولس مشر شي جن پنګ د خيالاتو څرګندونه

بیجنګ۔ 28 اپرېل (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي د سي پېك دوهم پړاؤ كښې دا منصوبه پراخا كولو سره د كركيلې ٬ صنعتي پرمختګ او اقتصادي پياوړتيا بېلې نوې څانګې شامل كړې شوي دي۔ بېلټ اېنډ روډ فورم كښې د ګډون كوؤنكو هېوادونو تجربو څخه استفاده كولو او ګڼ اړخيزه رابطو ته پراختيا وركولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ د پاکستان او چین مشرتابه د سیاسیات، امنيت، معیشت ،تجارت او په اولسي كچه رابطو ته د ودې وركولو په شمول په ټولو څانګو كښې په خپله تزويراتي مرسته د مشتملې همكارۍ لا مستحكم كولو له د خپل عزم پخلې كړې دې۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د چين اولس مشر شي جن پنګ سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال دواړو لارښودو سره د لوړې كچې پلاوي هم موجود وو۔ وزيراعظم عمران خان د چين اولس مشر شي جن پنګ مننه كولو سره ووئيل چين كښې ماته تود هركلې ووئيلې شو۔ ده هر ډول چارو كښې د چين لخوا په بشپړه ملاتړ كولو د چينائي اولس مشر مننه وكړه۔ وزیراعظم ددې عزم هم پخلې وكړو چې پاكستان به د چين د مجموعي ګټو په لړ كښې د خپل اړخه مرسته روانه ساتي۔ ده د دوهم بېلټ اېنډ روډ فورم كاميابۍ سره په كولو د چين اولس مشر ته مباركي وركولو سره ووئيل دا د ده د زيركتيا او پراخه بصيرت څرګندونه كوي۔ ده ووئيل بېلټ اېنډ روډ فورم كښې د ګډون كوؤنكو هېوادونو تجربو څخه استفاده كولو او ګڼ اړخيزه رابطو ته پراختيا وركولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ د سي پېك په اړه ده ووئيل د سي پېك دوهم پړاؤ كښې دا منصوبه پراخا كولو سره د كركيلې ٬ صنعتي پرمختګ او اقتصادي پياوړتيا بېلې نوې څانګې شامل كړې شوي دي۔ اولس مشر شي جن پنګ ووئيل چين د پاكستاني حكومت د سماجي او اقتصادي پرمختګ ايجنډې او د اولس د خېر ښېګړې منصوبو ستائنه كوي۔ په دې لړ كښې به د پاكستان هر ډول مرسته كولې شي۔ د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا په شمول په نورو څانګو كښې به هر ډول مرسته روانه ساتو۔ ده ووئيل د چين او پاكستان اړيكې به سباؤن كښې لا مستحكم او مضبوطې شي او په راتلونكي وخت كښې به عملي مرسته هم لا زياته شي۔ دواړو لارښودو د افغانستان او سوئيلي آسيا په شمول د منطقې په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ اولس مشر شي جن پنګ د سولييز ګاونډيتوب په ځائې كولو له او د ترھګرۍ په ضد د پاكستان د كاميابو هڅو ستائنه كولو سره ووئيل دې سره به هېواد كښې استحكام رامخې ته شي۔ دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دوئي ووئيل سباؤن كښی به هم شريكې مرستې او همكارۍ ته په هره كچه لا پراختيا وركولې شي۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د اعلی كچې پلاويو د تګ راتګ عمل په جاري ساتلو هم صلا راغله