د يو سړك يوې منطقې ويژن به د ګډې خوشحالۍ او خپل منځه رابطو ته وده وركولو له مهم ګام ثابت شي۔ سی پېک كښې بشري خېر ښېګړه ٬ سماجي پرمختګ او د كركيلې څانګه زمونږ تر ټولو اولني ترجيحات دي۔ هيله ده چې د چين سرمايه كار به په مخصوص اقتصادي زونز كښې سرمايه كاري وكړي چې ورسره به صنعتي پرمختګ او د برآمداتو وده كښې مرسته ترلاسه شي۔ د وزيراعظم عمران خان د چين وزيراعظم لي كي چيانګ سره ملاقات كښې خبرې د چين وزيراعظم د سي پېك په منصوبو د كار په رفتار د اطمينان څرګندونه ٬ هيله ده چې د آزاد تجارت لوظنامې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځھ تجارتي او د اقتصادي اړيكو زياتوالي كښې مرسته ترلاسه شي۔ د چين وزيراعظم لي كي چيانګ د خيالاتو څرګندونه

بیجنګ۔28 اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د يو سړك يوې منطقې ويژن به د ګډې خوشحالۍ او خپل منځه رابطو ته وده وركولو له مهم ګام ثابت شي۔ سی پېک كښې بشري خېر ښېګړه ٬ سماجي پرمختګ او د كركيلې څانګه زمونږ تر ټولو اولني ترجيحات دي۔ هيله ده چې د چين سرمايه كار به په مخصوص اقتصادي زونز كښې سرمايه كاري وكړي چې ورسره به صنعتي پرمختګ او د برآمداتو وده كښې مرسته ترلاسه شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د دوهم بېلټ اېنډ روډ فورم ( بی آراېف) په پايه د چين وزيراعظم لي كي چيانګ سره ملاقات كښې وكړه۔ ملاقات كښې دواړو وزيراعظمانو سره په وفاقي وزيرانو او اعلی چارواكو مشتمل پلاوي هم وو۔ دواړو لارښودو د پاكستان او چين تل پاتې او هره ګړۍ كښې مضبوط ثابتدونكې ملګرتيا له د خپل عزم پخلې وكړو۔ وزیراعظم عمران خان د دوهم بېلټ اېنډ روډ فورم كاميابۍ سره په كولو د چين مشرتابه ته مباركي وركولو سره ووئيل د يو سړك يوې منطقې ويژن به د ګډې خوشحالۍ او خپل منځه رابطو ته وده وركولو له مهم ګام ثابت شي۔ وزيراعظم ووئيل سی پېک كښې بشري خېر ښېګړه ٬ سماجي پرمختګ او د كركيلې څانګه زمونږ تر ټولو اولني ترجيحات دي۔ ده هيله ولرله چې د چين سرمايه كار به په مخصوص اقتصادي زونز كښې سرمايه كاري كوي۔ د چين وزيراعظم لي كي چيانګ د سي پېك په منصوبو د كار په رفتار د اطمينان څرګندونه وكړه او هيله ئې ولرله چې د آزاد تجارت لوظنامې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځھ تجارتي او د اقتصادي اړيكو زياتوالي كښې مرسته ترلاسه شي۔ د دواړو لارښودو ترمينځه سياست ٬ امنيت ٬ معيشت ٬ تعليم ٬ سائنس اېنډ ټېكنالوجي او د اولس په كچه رابطو ته وده وركولو ته هم صلا يوه شوه۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو د اعلی كچې پلاويو د تګ راتګ عمل په جاري ساتلو هم صلا راغله۔ دواړو وزيراعظمانو د پاك چين ترمينځھ د آزاد تجارت لوظنامې لاس ليك دستوره كښې ګډون وكړو۔ دغسې د سماجي او معاشي پرمختګ په منصوبو عملدرآمد له هم د تفاهم يادښت لاس ليك كړې شو۔ د وزیراعظم عمران خان د چين موجوده دورې په موقع پاكستان او چين د اقتصادی او تکنیکی مرستې لوظنامې په شمول د رشکئی مخصوص اقتصادی زون د ګډې منصوبو او د کے پی ای زېډ ایم ډی سی او سی آر بی سی ترمينځھ د لائسنس لوظنامې هم لاس ليك كړې شوې