پاکستان د نړۍ سباؤن دې۔ كركيله د پاكستان د ملا تير دې۔ د سائنس او ټېكنالوجي په څانګه كښې چين څخه استفاده كول غواړو۔ پاكستان د نړۍ په هغه پرمختګ كړې هېوادونو كښې شامل دې چرته چې د موسمياتي بدلونونو په لړ كښې انقلابي ګامونه پورته كړې شوي دي۔ د وزيراعظم عمران خان بیجنګ كښې انوېسټمنټ فورم ته خطاب

بیجنګ۔ 28 اپریل (اے پی پی) پاکستان د نړۍ سباؤن دې۔ سي پېك منصوبه په بنيادي توګه د څو سړكونو او پاور پراجېكټس منصوبه وه ولې اوس دا نورو څانګو ته پراخا كولې شي دغسې چې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركړې شي۔ كركيله د پاكستان د ملا تير دې۔ د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګه كښې چين څخه استفاده كول غواړو دغسې چې د ټېكنالوجي زده كړو ته وده وركولو سره د پرمختګ هدفونه ترلاسه كړې شي۔ پاكستان د نړۍ په هغه پرمختګ كړې هېوادونو كښې شامل دې چرته چې د موسمياتي بدلونونو په لړ كښې انقلابي ګامونه پورته كړې شوي دي۔ د اتوار په ورځ بيجنګ كښې انوېسټمنټ فورم ته خطاب كښې وزیراعظم عمران خان ووئيل دا زما د چين دوهمه دوره ده۔ د اولنۍ دورې په مهال ما او زما پلاوي دا محسوسه كړې وه چې چين سره زمونږ اړيكې ډېرې مضبوطې دي ولې دا ځل مې دې كښې زياته پراختيا او استحكام موندلې دې۔ ده ووئيل تېره ورځ د چين اولس مشر شي جن پنګ سره ملاقات كښې په دې خبره وشوه چې پاكستان د چین سیډ ډوېلپمنټ او زرعی تحقیق څخه استفاده كولو سره د كركيلې پېداوار زياتول غواړي۔ ده ووئيل اولس مشر شي جن پنګ سره د ملاقات په مهال په نورو څانګو كښې په مرسته هم خبرې وشوې۔ وزیراعظم ووئيل مونږ چين سره د سائنس او ټېكنالوجي په څانګه كښې مرسته غواړو دغسې چې دې څانګه كښې د چين صلاحيتونو څخه استفاده وكړې شؤ۔ ده ووئيل د پاكستان 65 فيصده آبادي د 30 كلونو څخه د كم عمر ده او پاكستان كښې د سائنس او ټېكنالوجي پوهنتونونو جوړولو سره به قومي پرمختګ كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاكستان د نړۍ په هغه پرمختګ كړې هېوادونو كښې شامل دې چرته چې د موسمياتي بدلونونو په لړ كښې انقلابي ګامونه پورته كړې شوي دي۔ ده ووئيل د تېرو 5كلونو په مهال مونږ يوه صوبه كښې 1 ارب اونې لګولې دي او د راروانو 5 كلونو په مهال مو هېواد كښې د 10 اربه اونو لګولو منصوبه پېل كړې ده۔ وزیر اعظم د موسمونو بدلون په لړ كښې د فلپائن او نیپال كړې هڅو ذكر كولو سره ووئيل پاكستان د موسمياتو بدلونونو څخه ځپلې كېدونكې د نړۍ 8 م لوئې هېواد دې۔ ده ووئيل نن د كډوالو ستونزو په سبب لكه څنګه چې ځينې هېوادونه پرېشانه دي دغسې سباؤن كښې به خلق د موسمياتي بدلونونو دلاسه ستونزو سره مخ وي۔ ده ووئيل پاكستان يو سولييز هېواد دې او مونږ افغانستان كښې امن غواړو۔ وزیراعظم عمران خان په سي پېك وياړ كولو سره ووئيل اوس په دې كښی نورې څانګې شاملولې شي به كومو كښې چې مرسته غواړو۔ ده ووئيل چينائي سفارتكارو ته مو بلنه وركړې چې هغوي خپل صنعت پاكستان ته منتقل كړي او د پاكستان زلمي افرادي قوت څخه استفاده وكړي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان يو محفوظ هېواد دې ۔ زمونږ امنيتي ځواكونو د امن په مشكل صورتحال كاميابۍ سره قابو موندلې دې او اوس مونږ په افغان امن عمل كښې شريكو يؤ۔ ده ووئيل پاكستان ٬ طالبان او حكومت مذاكراتو كښې مهم كردار ترسره كوي ولې چې افغانستان هم امن غواړي او د تېرو 4 لسيزو جنګ افغانستان ډېر زيات ځپلې دې۔ ده ووئيل امن زمونږ په خپله ګټه كښې هم دې۔ وزيراعظم ووئيل افغانستان كښې استحكام سره به پاك افغان دوه اړخيزه رابطې لا زياتې شي۔ ده ووئيل مونږ ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې غواړو او هند كښې ټول ټاكنو څخه وروستو اولس چې كوم هم حكومت وټاكي مونږ هغه حكومت سره د مسئلو ختمولو له مذاكراتو كولو ته چمتو يؤ۔ د پاك هند اړيكو حواله وركولو سره ده ووئيل دواړو هېوادونو سره د كشمير مسئله يوازنۍ ستونزه ده۔ اتومي طاقت لرونكي دا دوه ذمه وار هېوادونه د مذاكراتو د لارې دا مسئله حل كولې شي ولې چې په جغرافيائي توګه دا يوه مهمه مسئله ده۔ ده ووئيل د پاكستان يو اړخ ته چين دې كوم چې د نړۍ تر ټولو لوئې ماركيټ دې بل اړخ ته هند دې كوم چې دويمه لويه منډۍ ده او د پاكستان يو اړخ ته سنټرل اېشين هېوادونه د توان پنګې لري۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د چين د ټېكنالوۍ پرمختګ څه استفاده كولې شؤ۔وزیراعظم په انوېسټمنټ فورم كښې په ګډون كوؤنكو پاكستانيانو زور راړو چې هغوي دې پاكستان كښې سرمايه كاري وكړي كومه به چې د نړۍ كومو نورو هېوادونو كښې د كېدونكو سرمايه كارو څخه زياته ښه وي ولې چې پاكستان هغه هېواد دې كوم چې د نړۍ سباؤن دې۔