د نائیجیریا او سعودی عربستان ترمينځھ د تېل او ګاز څانګو كښې مرستې له د مفاهمت يادښتونو امكان

ابوجا۔ 27 اپرېل (اے پی پی) د نائیجیریا او سعودی عربستان ترمينځھ د تېل او ګاز څانګو كښې مرستې له د مفاهمت يادښتونو امكان دې۔ په دې كښې د موجوده ځپلې آئل ریفائنریو بحالۍ ٬ د نوې آئل ریفائنری جوړولو او د اېل اېن جی څانګه كښې سرمايه كاري شامل ده۔ د وزارت پټرولېم لخوا د جاري كړې شوي بيان ترمخه نائیجیریا براعظم افریقا كښې د خام تېل تر ټولو لوئې پېدا كوونكي هېواد كېدو باوجود د خپلو ضرورتونو لپاره پټرول درآمد كوي چې سبب ئې د هېود ځپلې او ويجاړ شوې ريفائنري دي۔ د بيان ترمخه د سعودی عرب او نائیجیریا ترمينځھ د توان په څانګھ كښې د پراخا مرستې او سرمايه كارۍ لپاره د مفاهمت په يادښتونو غور روان دې په كومو به چې د مئي په اولنۍ اونۍ كښې عملدرآمد كېږي۔