بیجنګ ۔ 27 اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د خپل منځه رابطو ودې سره د معاشي پرمختګ نوې وسيلې لټول كېدې شي۔ چين تل پاتې معاشي شرح نمو ٬ د ټولنې خېر ښېګړې او د اربونو وګړو د ژوند معيار ښه كولو سترې كاميابۍ ترلاسه كړې دي كومې چې د دې هېواد د مشرتابه د پوهې ٬ زيركتيا او د اولسي محنت نتيجه ده۔ د چينائي اولس مشر شي جن پنګ د بېلټ اېنډ روډ تصور د تجارتي خنډانو په ختمولو ٬ د اولسي رابطو په وده ٬ د بېلو معيشتونو په ضم كولو او د ګډې خوشحالۍ په ويژن مشتمل دې۔ پاكستان د چين په بنيادي همكار كېدو وياړ دې۔ مونږ د سي پېك ترسېوري لاندې د رېلوے وسائلو په نوې بنيادونو اودرلو ٬ د سترو لارو٬ د نوې آسانيو لرونكو بندر ځايونو او خصوصي اقتصادي زونز په جوړولو كار كوؤ۔ سي پېك يوه منصوبه نه ده بلكې دې سره به زمونږ د ټولنې پرمختګ او خېر ښېګړه كښې هم مرسته ترلاسه شي۔ د خالي په ورځ بیجنګ كښې د دوهم بېلټ اېنډ روډ فورم (بي آر آئي) په موقع د لیډرز راؤنډ ټېبل مذاکرې اولني سېشن ته خطاب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل د ګوادر بندر ځائې د چين ژنګ جيانګ سيمې سره تړلو سره چين ته به خپلو درآمداتو لپاره د چين د سمندرونو په مقابله كښې يوه لنډه سمندري لاره ترلاسه شي چې ورسره به د چينائي كمپنو په خرڅونو كښې كمې او د لوئيديز چين په پرمختګ كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل خپل منځه اړيكو كښې زياتوالي او د بي آر آئي ګټو څخه استفادې له مونږ سباؤن كښې نورو څانګو ته پام ګرځوو۔ وزیراعظم ووئيل زه په دې وياړ محسوسوم چې دې ډیجیټل رابطو او د معلوماتو يو بل سره ګډولو سره به كاروباري موقعې زياتې شي او د قيمتونو په كمولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ دې سره سره د كارمندانو او مهارتونو منتقل كېدو سره به خرڅونه كم كړې شي۔ده ووئيل د كلتوري رابطو وده به د سېلګرۍ څانګې پرمختګ كښې مرستيال ثابت شي او دې سره به د روزګار موقعې رامخې ته كولو او د وړو كاروبارونو پرمختګ كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل په علم او ايجاداتو مشتمل رابطو ته وده وركول بي آر آئي كښې د شاملو هېوادونو يو مهم مقصد دې دې لپاره پاكستان د خپل ځوان كُول په بنياد مهم مقام لري او زمونږ سباؤن د مهارتونو لا ښه كولو او نړيوالو معيشتونو سره رابطو ته وده وركولو سره تړلې دې۔ ده ووئيل د بي آر آئي هېوادونو ته وړاندېز وركوم چې هغوي دې بي آر آئي ټور ازم كورېډور جوړ كړي دغسې چې د سېلګرۍ او كلتور خپل منځه رابطو ته وده وركړې شي۔ دغسې د زيات افرادي قوت لرونكو هېوادونو كارمندانو مهارتونه لا ښه كولو له بشپړه پروګرامونو جوړولو ته اړتيا ده دغسې چې د بشري وسائلو كمي سره د مخ هېوادونو مرسته وكړې شي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان خپل وجود په يوه مهمه منطقه كښې لري او زمونږ ټول تاريخ ددې خبرې مظهر دې چې پاكستان ټول عمري نوې تصورات ٬ كلتور او تجارت يو بل سره تړلې دې۔ د رابطو وده زمونږ د تاريخ يوه برخه ده او د سي پېك د لارې په 21 مه پېړۍ كښې دا په نوؤ بنيادونو ودرولې شي۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل كله جې زمونږ د منطقې رابطو كښې زياتوالې وشي او خوشحالي راشي نو زه هيله لرم چې مونږ د پخوانو ستونزو هوارولو د آسانې لارې په لتولو كښې كامياب شؤ۔ د خپل خطاب په پايه كښې ده د چين اولس مشر شی جن پنګ او چينائي اولس ته د اولسي جمهوريه چين په 70 مه سالګره مباركي وركړه او په غوره مېلمستيا كولو ئې د اولس مشر شي جن پنګ او جمهوريه چين مننه هم وكړه