بغداد 26 اپرېل (اے پي پي)د عراق البدر آرګنائزېشن مشر هادي العامري وئېلي دي كه ايران راسره ملګرتيا نه وه كړې نو د داعش پھ ضد جنګ كښې كاميابي ممكنه نه وه۔بغداد كښې داعش د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د ايران كردار قدردانۍ لپاره يوې دستورې ته خطاب كولو په مهال هادي العامري ووئيل د ايران مرستې څخه د عراق اولس د ترهه ګرو ډلې داعش په ضد كاميابي ترلاسه كړې ۔ده يو ځل بيا عراق كښې د امريكې ځواكونو او پوځي اډو موجودګي د خپل هېواد د سلامتيا لپاره خطرناك ګرځولې