ملګري ملتونه 26 اپرېل (اے پي پي)د ملګرو ملتونو د بشري چارو عمومي سېكتر ارسلا ملر وئېلي دي په سوريه كښې تاؤ تريخوالې كمولو لپاره تركيه او روسيه په ډلو فشار واچوي۔د تركيې خبري اژانس ادارې له مخې ارسلا ملر د سوريې ادلب ښار څخه 1 لك 20 زره څخه زيات كډوال د تركيې پولې سره نزدې سيمې ته د رسېدلو ذكر كولو سره ضامنو هېوادونو تركيه او روسي ته خواست كړی چې هغوي په تاؤ تريخوالي كښې كمي لپاره به ډلو فشار واچوي۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په سوريه كښې د بشري صورتحال په اړه بريفنګ وركولو سره ملر ووئيلي دي د هول كېمپ او كبان كېمپ صورتحال اندېښمن دے۔ده ووئيل په ادلب كښې د فرورۍ مياشت څخه د سيمې څخه 1 لك 20 زره كډوال د تركيې پولې ته نزدې سيمې ته رسېدلې دي