قامي جوډو چیمپئن شپ به په 30م اپرېل اسلام آباد كښې پېل كېږي

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان جوډو فېډرېشن تر سېوري لاندې 26م مېنز اېنډ 9م وېمنز قامي جوډو چیمپئن شپ به په 30م اپرېل پاكستان سپورټس كمپلېكس اسلام آباد كښې پېل كېږي او پاك آرمي به په ون يونټس كښې د خپل ټائټل دفاع كوي۔ د فېډرېشن چارواكو ووئيل چې ټولې تيارۍ روانې دي او په چېمپئن شپ كښې به د ګرد هېواد 15 لوبدلې برخه اخلي چې پكښې پاکستان آرمی، پاکستان واپډا ،پاکستان ریلوے ،پاکستان پولیس، هائر اېجوکېشن کمیشن، پاکستان نیوی، پنجاب، سندھ، بلوچستان، خېبر پښتونخوا، اسلام آباد،فاټا، آزاد جمو او کشمیر، ګلګت بلتستان او ډي اېچ اے شاملې دي۔چارواكو ووئيل چې په وړومبني ځل د انټرنېشنل رولز له مخئ مېنز او وېمنز لوبډلې په ون يونټس كښې هم شامل كړې شوې دي ٬ وړومبې به يوازې انفرادي مقابلې كېدې