سعودي فرماں روا او ولي عهد د يوكرين نوې اولس مشر له مباركي وركړه

رياض 26 اپرېل (اے پي پي)د سعودي فرماں روا شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاد محمد بن سلمان په يوكرين كښې په صدارتي ټاكنو كښې په كاميابۍ نوې ټاكلې اولس مشر ولادي مير زيلنسكي ته پېغامونه لېږلي دي ۔ د سعودي خبري اژانس ايجنسۍ اېس پي اے له مخې شاه سلمان په خپل پېغام كښې وئېلي دي زه يوكرين كښې په صدارتي ټاكنو كښې د بريا په موقع د سعودي عرب اولس٬حكومت او د خپلې خوا د نيكو هيلو څرګندونه كوم او هيله لرم چې د يوكرين دوست اولس به د لا پرمختګ او پېشرفت منزل پلو خپل مزل روان زساتي۔د سعودي ولي عهد په خپل پیغام كښې وئېلي دي په يوكرين كښې په صدارتي ټاكنو كښې ستاسو په كاميابۍ زه خوشحاله شوې يم