طرابلس 25 اپرېل (اے پي پي)لېبيا كښې د فعاله ډلو ترمينځه په نښتو كښې د مړو شوو شمېره 272 ته رسېدلې ده ۔د زيارت په ورځ د نړيوال ذريعو له مخې د روغتيا نړيوالې ادارې(ډبليو اېچ او )وئېلي دي د لېبيا پايه تخت طرابلس كښې د ملګرو ملتونو ملاتړ كونكې لېبيائي حكومت او پخواني ځواكونو ترمينځه شوې نښته كښې 272 كسان مړه شوي او په دې مهال 1282 نور ژوبل شوي دي ۔ډبليو اېچ او وئېلي دي د طرابلس د اوسنۍ نښتې په نتيجه كښې 30 زره كسان بې كوره شوي۔ډبليو اېچ او وئېلي دي د روغتيا نړيوالې ادارې او ملګرو ملتونو نور تنظيمونه په دې باور وركولو كښې بوښت دي چې كوم خلق بې كوره شوي هغوي ته به طبي مرسته وركولې شي۔د خليفه خقار په مشرۍ كښې پخوانو ځواكونو د ملګرو ملتونو ملاتړ كونكې حكومت څخه په طرابلس د قبضې كولو لپاره د اپرېل څخه پوځي عمليات پېل كړي۔دا امر د ذكر وړ دے چې لېبيا په كال 2011 كښې د پخواني مشر معمرقزافي حكومت ختمېدو نه وروستو عدم تحفظ او افراتفري ترمينځه يو جمهوري بدلون لپاره ھڅې كوي او په هېواد كښې په دې مهال په نښتو كښې په زرګونو كسان مړه شوي دي