کابل ۔ 24 اپرېل (اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې د تېرو درې مياشتو په مهال د افغان امنيتي او د دوئي مرستيالو غېر ملكي ځواكونو دلاسه د وژلې شويو عامو وګړو شمېره د طالبانو دلاسه د وژلې شويو وګړو شمېرې څخه زياته شوې ده۔ افغانستان كښې د ملګرو ملتونو د مرستې مشن (یواېن اے اېم اے)درې مياشتنيز راپور كښې وئيلي شوي دي چې د روان كال په اولنو درې مياشتو كښې د طالبانو او مزاحمت كوؤنكو ډلو ترمينځھ په شويو كارروايو كښې 227 عام وګړي وژلې شوي دي او هم په دومره موده كښې د افغان امنيتي او د دوئي مرسته كوؤنكې غېر ملكي ځواكونو كارروائيو كښې 305 عام وګړي وژلې شوي دي۔ دا شان افغانستان كښې روان جنګ كښې تر ټولو زيات زيان د عام وګړو شوې دې