د نيوزي لېنډ او فرانس په ګډه د ترهګرۍ په ضد د كار كولو پرېكړه

ولنګټن ۔ 24 اپریل (اے پی پی) د نیوزی لېنډ وزیراعظمې جیسنډا آرډرن وئيلي دي نیوزی لېنډ او فرانس به په سوشل میډیا د ترهګرو سرګرمۍ ختمولو د ټېكنالوجۍ په مېدان كښې په ګډه كار كوي۔ ددې دا بيان د مارچ په 15مه نېټه د نيوزي لېنډ كرائسټ چرچ كښې شوې ترهګر بريد نظر كښې نيولو سره رامخې ته شوې دې۔ د نیوزی لېنډ رادیو ترمخه جېسنډا آرډرن او د فرانس اولس مشر ایمانوئل ماکرون به دې لړ كښې د مئي په 15 مه نېټه د فرانس پلازمينه پېرس كښې ملاقات كوي۔ دې ملاقات كښې به د نړيوالو لارښودو او تکنیکی کمپنیو چیف اېګزېکټیو افسرانو ترمينځھ د آن لائن ترهګرو هلو ځلو ختمولو له د ’کرائسټ چرچ کال ‘ نامې سره د يوې لوظنامې كېدو امكان دې