کولمبو۔ 24 اپریل (اے پی پی) سری لنکا كښې د اتوار په ورځ شوې ترهګر بمي چاؤدنو كښې د مړو شويو شمېره 359 ته رسېدلې ده۔ د سری لنکن پولیس وياند ګنا سیکیرا ترمخه د كولمبو په 3 چرچونو او 4 هوټلونو كښې په شويو چاؤدنو كښې د مړو شويو شمېره د نهې په ورځ 321 او د شورؤ په ورځ زياتېدو سره 359 ته ورسېده۔ ددې ترهګر بريدونو ذمه واري په سوريه او عراق كښې كارروائۍ كوؤنكې داعش ډلې قبولولو سره وئيلي دي مونږ دې كارروائيو له 7 ځانمرګې بريد كوؤنكي لېږلي وو ولې بياهم دوئ د خپلې ادعا په حق كښې كوم كوټلي شواهد وړاندې نه كړل