
بیجنګ ۔ 23 اپرېل (اے پی پی) چین وئيلي دي هغه بيجنګ كښې كېدونكي “نړيوالې مرستې لپاره دوه ورځني بېلټ اېنډ روډ فورم” كښې د پاكستان وزيراعظم عمران خان ګډون ته هركلې وائي۔ سي پېك پرېكنده منصوبه ده كومه چې بېلټ اېنډ روډ پروګرام له يو غوره نمونه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه د چينائي خارجه وزارت وياند ګېنګ شوانګ خپل بريفنګ كښې وكړه۔ ده ووئيل زمونږ هېواد د روانې مياشتې 25 مې څخه تر 27 مې نېټې كېدونكي “نړيوالې مرستې لپاره دوه ورځني بېلټ اېنډ روډ فورم” كښې د پاكستان وزيراعظم عمران خان د ګډون هركلې كوي۔ وزیراعظم عمران خان د چينائي اولس مشر شي جن پنګ په بلنه د بېلټ اېنډ روډ فورم په دوهم اېډيشن كښې كښې ګډون كوي۔ وزيراعظم سره به په وفاقي وزيران او لوړ پوړې سركاري چارواكي هم ملګري وي۔ د فورم په اولنۍ ورځ به وزيراعظم د پرانستې غونډه كښې ګډون كوي او په دې مهال به هغه خپل مهم خطاب هم كوي۔ دې به فورم كښې د ګډون كوؤنكو نړيوالو لارښودو په درناوي كښې د چينائي اولس مشر شی جن پنګ لخوا د سركاري مېلمستيا دستوره كښې هم ګډون كوي۔ د فورم په دوهمه ورځ به وزيراعظم عمران خان د لارښودو په ګول مېز سېشن كښې برخه اخلي۔ ده به د چين اولس مشر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كي كيلانګ سره ملاقاتونه كوي۔ د دورې په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځھ د چین پاکستان اقتصادی راهداری فرېم ورک ترسېوري لاندې د مرستې ودې له به په يو شمېر لوظنامو د لاس ليك دستوره هم كېږي۔ دا خبره دې ياده وي چې دې فورم كښې د 100 څخه د زياتو هېوادونو نمائندګان ګډون كوي كومو كښې چې د روسيه اولس مشر ولادیمیر پیوټن، آسټرین چانسلر سبستیان کرز، یونانی وزیراعظم الېکسز سپراس، د هنګری وزیراعظم وکټر اوربان او د اطاليه وزیراعظم ګسپ کونټے په شمول 40 بهرني لارښود شامل دي