منيلا 23 اپرېل(اے پي پي)سوئېلي فلپائن كښې په دوئمه ورځ هم د زلزلې سخت جړقونه محسوس شوي۔د امريكې جيوليوجيكل سروے له مخې د نهې په ورځ د منيلا خوا او شا 6.6 درجه شدت زلزله راغلې چې مركز يې ټوټوبيګان سيمه وه۔د زلزلې له امله نسكور شويو ودانيو كښې د لټون په كاروائي كښې د مرستې ډلو ته ستونزې رامخې ته شوي ٬ د ګل په شپه د رالوېدو له امله لږ تر لږه 11 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي وو۔د ملبې لاندې تراوسه ګڼ شمېر كسان موجود دي د كومو د راويستلو لپاره چې هڅې روانې دي۔د زلزلې له امله هوائي مېدان ته هم سخت زيان رسېدلې دے