د امريكې دفاع محكمې د لبناني تنظيم حزب الله مالي مرستې په اړه د معلوماتو په رسنه د يو كروړ ډالرو انعام اعلان وكړو

واشنګټن 23 اپرېل(اے پي پي) د امريكې د دفاع محكمې د لبناني تنظيم حزب الله مالي مرستې په اړه د معلوماتو په رسنه د يو كروړ ډالرو انعام اعلان كړې۔د امريكې د دفاع محكمې دا انعام اعلانولو سره وئېلي دي دا به د حزب الله مالي مرستې وركونكو او د مرستې رسونكو ادارې يا بانك په ګوته كوونكو له وركولې شي۔حزب الله د امريكې د دفاع وزارت په كال 1997 كښې د ترهه ګر تنظيمونو په فهرست كښې شامل كړې ؤ ٬د امريكې دفاع محكمې د مطلوب كس په ګوته كولو د انعام وركولو پروګرام د كال 1984 څخه پیل كړې ؤ او تراوسه په دې لړ كښې نزدې ً 150 ملين ډالره انعام 100 څخه زيات كسانو ته وركړې شوي ۔