قومي كركټ لوبډله نن سحر لاهور څخه انګلېنډ ته روانېږي ٬ لوبغاړو ته په ډسپلن سختۍ سره د عمل كولو سپارښتنه

لاهور۔22 اپرېل(اے پی پی) د انګلېنډ دورې او نړيوال كپ لپاره اعلان كړې قامي كركټ لوبډله نن د اپرېل په 23 مه نېټھ د نهې په ورځ سحر لاهور څخه انګلېنډ ته روانېږي۔ لوبغاړو ته د اېنټی کرپشن او ډوپنګ په اړه لېكچر وركړې شوې ۔ دوئي ته وئيلي شوي د انګلېنډ دورې په مهال د كوم ډول شخړې څخه ځان اوساتي او په ډسپلن سختۍ سره عمل وكړي۔ د انګلېنډ دورې لپاره په اعلان كړې لوبډله كښې سرلوبغاړې سرفراز احمد ،عابد علی ،بابر اعظم ،فهیم اشرف ،فخر زمان ،حارث سهېل ،حسن علی ،عماد وسیم ،امام الحق ،جنېد خان ،محمد حفیظ ،محمد حسنېن ،یاسر شاہ ،شاهين شاہ آفریدی او شعېب ملک شامل دې۔ د انګلېنډ په ضد ټي ټونټي او ون ډے سيريز لپاره دوه اضافي لوبغاړي محمد عامر او آصف علي هم لوبډلې سره ملګري دې۔ د انګلېنډ په ضد يوازنې ټي ټونټي مېچ به د مئي په 5 مه نېټھ كارډيف او اولنې يو ورځنې مېچ به په 8 مئي اوول مېدان كښې كولې شي۔ دوهم مېچ به په 11 مئي هیمشائر کرکټ ګراؤنډ ، درېم په 14 مئی برسټل ګراؤنډ ،څلورم په 17مئی ټرینټ برج او پينځم مېچ به په 19مئی لیډز کرکټ ګراؤنډ كښې كولې شي۔ د آئی سی سی کرکټ ورلډ کپ به د مئي 30 مې نېټې څخه د جولائي تر 14 مې نېټې انګلېنډ كښې كېږي۔ د پاكستان او هند لوبډلو ترمينځه مېچ به اولډ ټرېفرډ كښې د جون په 16 مه نېټھ كولې شي۔ د مئي په 31 مه نېټھ به قومي كركټ لوبډله خپل اولنې مېچ ټرېنټ كښې د وېسټ انډيز په ضد كوي۔ دوهم مېچ به په 3 جون انګلېنډ ٬ درېم په 7 جون سري لنكا سره ٬ څلورم په 12 جون آسټرېليا سره ٬ پينځم په 16 جون هند سره ٬ شپږم په 23 جون ساؤت آفريقا سره ٬ اووم په 26 جون نيوزي لېنډ سره٬ اتم په 29 جون افغانستان سره او نهم مېچ به په 5 جولائي بنګله دېش سره كوي