د وزيراعظم عمران خان د چين دورې سره به دوه اړخيزه مرسته او اړيكې يو نوې اړخ خپل كړي

اسلام آباد ۔ 22 اپرېل (اے پی پی) د پاک چین ګلوبل کلچرل لنک صدر ډاکټر لی وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمينځھ د كلتور وده منطقه كښې د امن ٬ سلامتيا او خوشحالۍ ضمانت دے۔ د وزیراعظم عمران خان د چين دورې سره به دوه اخيزه مرستې او اړيكې نوې اړخ خپل كړي چې لامله به ئې پاكستان د اولس د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور ته داخل شي۔ د پاكستان او چين اولس ترمينځه د كلتوري هلو ځلو ودې سره به دوه اړخيزه رابطې لا نزدې شي او د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځھ د تړون لاره به هواره شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده اسلام آباد كښې د اولني پاک چائنا کلچرل نندارتون پايې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل پاک چین كلتوري نندارتون ډېر مهم دے۔ د پاكستان او چين ملګرتيا يو اوږد تاريخ لري كوم چې په كلتور اډانه دے۔ ده ووئيل پاکستان او چین يو بل سره مرسته كوي او مونږ په ګډه امن ٬ استحكام او پرمختګ له كار كوو۔ ده ووئيل د چين اولس مشر تېرې دورې څخه وروستو پاك چين اړيكو يو نوې اړخ خپل كړي ۔ ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم عمران خان راتلونكو څو ورځو كښې د چين دوهمه دوره كوي او د دې ډول لوړې كچې پلاويو تګ راتګ سره به زمونږ دوه اړخيزه اړيكې لا پراخهخ شي۔ ده وئيل كلتور د خلقو يو تر بله نزدې كولو ٬ خپلواكه جوړولو او غوره پرېكړه كولو له مرستياله ګرځي ۔ د دستورې په پايه كښې د پي اېن سي اے ډي چي جمال شاہ د نندارتونو استازو او ګډون كوؤنكو ته اعزازونه او سندونه وركړل او كاميابۍ سره په نندارتونو كولو ئې منتظمينو ته مباركي وركړه