لسم قامي بېج هېنډ بال چيمپئن شپ په 26م اپرېل پېل كېږي

اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان هېنډبال فېډرېشن تر سېوري لاندې لسم قامي بېج هېنډ بال چيمپئن شپ به په 26م اپرېل په فېصل آباد كښې پېل كېږي چې پكښې به پاك آرمي د خپل ټائټل دفاع كوي۔ چيمپئن شپ كښې د ګرد هېواد 9 لوبډلې برخه اخلي چې پكښې پاك آرمي٬ واپډا٬ پوليس ٬ رېلوے ٬ اېچ اي سي٬ د بلوچستان٬ خېبرپښتونخوا ٬ سندھ پنجاب او اسلام آباد لوبډلې شاملې دي٬ چیمپئن شپ به تر 28م اپرېل دوام لري