سري لنكا كښې د ايسټر په دستورو بمي بريدونه ٬ 20 كسان مړه او 200 ژوبل

کولمبو۔ 21 اپرېل (اے پی پی) سری لنکا كښې د مسېحي ورورولۍ لوئې اختر ايسټر په موقع په درې ګرجا ګھرو او يو هوټل كښې د بمي چاؤدنو په نتيجه كښې لږ تر لږ 20 كسان مړه او 200 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ د برطانوي خپرونې ادارې ترمخه د بريدونو په اړه تفصيلاتو راروان دي ولې بياهم په سوشل ميډيا دا خبره روانه ده چې لږ تر لږې 6 چاؤدنې وشوې او د مړو په شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه ښكاره كولې شي۔ په کوچھی کاډے، کټواپټیا او بټی کالوا كښې درې چرچونه په نښه كړې شول دغسې په پلازمينه كولمبو كښې درې هوټلې هم په نښه كړې شوې دي۔ فرانسیسی خبر رسنې ادارې د اے اېف پي چارواكو حواله وركولو سره د مړو كسانو شمېره 42 ښودلې ده۔ په سوشل ميډيا خپرېدونكو عكسونو كښې ژوبل كسان هم ليدلې شي۔ ژوبل شوي كسان د كولمبو روغتون كښې بستر كولې شي كومو كښې چې د ځينو حالت د اندېښنې وړ ښودلې شوې دې