
اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د نړيوال كركټ كونسل (آئي سي سي) تر سېوري لاندې راتلونكې مياشت انګلېنډ كښې پېل كېدونكي نړيوال كركټ جام كښې برخه اخستو لپاره د پاكستان كركټ لوبدلې نامې اعلان كړې شوې ٬ كپتان سرفراز احمد به په جام كښې د پاكستان لوبډلې مشري كوي۔ په نورو لوبغاړو كښې عابد علی، بابر اعظم، فهیم اشرف، فخر زمان، حارث سهېل، حسن علي، عماد وسیم، امام الحق، جنېد خان، محمد حفیظ، محمد حسنېن، شاداب خان، شاهین شاہ آپریدي او شعېب ملك شامل دي