
اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د نړيوال كركټ كونسل (آئي سي سي) تر سېوري لاندې راتلونكې مياشت په انګلېنډ كښې پېل كېدونكي نړيوال كپ كركټ جام كښې به پاكستان د مئي په 31مه نيټه د وېسټ انډيز په ضد مېچ څخه ون يونټ كمپائن پېل كوي ٬ دا مېچ به په ناټنګهم كښې كېږي٬ د روايتي حريفانو پاكستان او هند مقابله به په 16م جون په مانچسټر كښې كېږي۔ آئي سي سي ورلډ كپ به د 30 مئي نه تر 14م جولائي په انګلېنډ كښې كېږي چې پكښې به اسټرېليا د خپل ټائټل دفاع كوي٬ پاكستان به خپل دوېم مېچ په درېم جون د انګلېنډ په ضد ناټنګهم كښې كېږي٬ درېم مېچ به په اووم مارچ د سري لنكا په ضد برسټول كښې او دغسې پاكستان به خپل څلورم مېچ د نړيوال چېمپئن اسټرليا په ضد ټاٶئټن كښې كوي٬ پنځم مېچ كښې به د روايتي حريفانو پاكستان او هند مقابله په 16م جون كېږي٬ شپږم مېچ به د سوئيلي افريقې په ضد لارډز كښې او اووم مېچ به په 26م جون د نيوزي لېنډ په ضد برمنګهم كښې وي ٬ اتم مېچ به د افغانستان په ضد او نهم مېچ به د بنګله دېشن په ضد 29م جون او په 5م جولائي كېږي