اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د پاكستان رسه كشي فيډرېشن سيوري لاندې قامي رسه كشي چيمپئن شپ به(نن)د خالي په ورځ په كراچۍ كښې پېل كېږي۔د پاكستان رسه كشي فېډرېشن عمومي سېكتر جميل احمد رانا وئيلې دي په چيمپئن شپ كښې د ګرډ هېواد څخه 8 ډلې برخه اخلي چې پكښې پاكستان آرمي٬پاكستان واپډا٬پاكستان پوليس٬پاكستان رېلوے٬پنجاب٬سندھ٬بلوچستان او خېرپښتونخوا ډلې شامل دي۔چيمپئن شپ به تر دوه ورځې روان وي او په چيمپئن شپ كښې د ښې كاركردګۍ څرګندونه كوونكو لوبغاړو ته به انعامات وركولې شي