رياض 19 اپرېل (اے پي پي)د سعودي عرب فرمانروا شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود د مصري اولس مشر الفتاح السيسي په نامه په خپل پېغام كښې وئيلې دي د دواړو هېوادونو ترمينځه تاريخي او تزويراتي اړيكې به لا مضبوطې او مستحكمولې شي۔د العربيه ټي وي له مخې د سعودي فرمانروا لخوا د مصر اولس مشر لپاره په نيكو هيلو اډانه مكتوب د يو اعلٰی كچ پلاوي د لارې تر هغه رسولې دے۔په دې كښې د سعودي فرمانروا مصر سره په ټولو څانګو كښې د مرستې او تزويراتي اړيكو لا مستحكمولو او هغې ته پراختيا وركولو له د خوښۍ څرګندونه شوې ده ۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ٬انتهاخوښۍ مخ نيوي٬سيمه ايز او په نړيوالو چارو په اړه به سعودي عرب او مصر به په ګډه خپل سفر روان ساتي۔