کھټمنډو ۔ 14 اپرېل (اے پی پی) نیپال كښې د كوچنۍ الوتكې پېښه كښې لږ تر لږ 2 كسان مړه شوي دي۔ د نيپالي پوليس ترمخه يوه كوچنۍ الوتكه ماؤنټ اېورسټ ته نزدې له ټېنزنګ هېلیری هوائی مېدان پاڅېدو څخه سمدستي وروستو يوې چورلكې سره ټكر شوه چې په نتيجه كښې ئې د الوتكې مرستيال پائيلوټ او يو پوليس مړ شو۔ ژوبل شويو كسانو كښې د چورلكې پائيلوټ او يو پوليس اهلكار شامل دې۔ مړه شوي او ژوبل شوي كسان د سېلګرو حفاظت له د په ځائې كړې شويو پوليس فورس برخه وو۔ پولیس ووئيل چې ژوبل شويو او مړو شويو كښې كوم غېر ملكي وګړي شامل نه دي