واشنګټن 11 اپرېل (اے پی پی)د امريكا اولس مشر ډونلډ ټرمپ د خپل مصري هم څنګ عبدالفتاح السيسي يو ځل بيا ستائنه كړې۔ترمپ په سپينه ماڼۍ كښې السيسي سره د ملاقات په مهال وئېلي دي چې د امريكا او مصر شريك اړيكې د دې څخه وړاندې كله هم دومره ښه نه وې۔ده السيسي يو ښه اولس مشر او ښه دوست ګرځولې۔په دې موقع د مصر اولس مشر هم د دواړو هېوادونو رابطې وستائلې۔د دواړو اولس مشرانو لخوا جاري شوي يو بيان كښې په مصر كښې د شويو بشري حقونو خلاف ورزو هېڅ ذكر نه وو