امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د یو اېس سېکرټ سروس ډائرېكټر د خپل منصب څخه اخوا كړو

واشنګټن ۔ 9 اپرېل (اے پی پی) امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ د یو اېس سېکرټ سروس ډائرېكټر د خپل منصب څخه اخوا كړې دے او د هغه په ځائې ئې د ادارې يو بل سينئر اهلكار جېمز اېم مرے تعينات كړې ۔ د وائټ هاؤس پرېس سېكتر سارا سېنډرز يو بيان كښې د سیکرټ سروس ډائرېکټر رېنډولف اېلس د برطرفۍ اعلان كولو سره ووئيل امريكائي اولس مشر د رېنډولف اېلس خپل منصب څخه د اخوا كولو پرېكړه كړې ده چا چې د تېرو 40 كلونو نه زياتې مودې څخه په سيكرټ سروس كښې خپله وظيفه ترسره كوله۔ دې څخه وړاندې د هوم لېنډ سېکورټی سېكتره کرسټجن نېلسن هم په ناوړه كاركردګۍ د خپل منصب څخه اخوا كړې شوې۔ د برطانوی ورځپاڼې ”دی ګارجیئن” ترمخه امريكائي اولس مشر په يو منظم ډول د ډیپارټمنټ آف هوم لېنډ سیکورټی عملې جاج اخلي