نېب يوه آزاده او خپلواكه اداره ده كومې چې آزادۍ سره خپل كار روان ساتلې دې۔ د بدعنوانه عناصرو په ضد د نېب روانو كارروائيو سره د حكومت هېڅ كار نشته۔ د وزیراعظم د احتساب خاص مرستيال بېرسټر شهزاد اكبر نجي ټي وي چېنل سره خبرې

اسلام آباد ۔ 6 اپرېل (اے پی پی) د وزیراعظم د احتساب خاص مرستيال بېرسټر شهزاد اكبر وئيلي دي نېب يوه آزاده او خپلواكه اداره ده كومې چې آزادۍ سره خپل كار روان ساتلې دې۔ د بدعنوانه عناصرو په ضد د نېب روانو كارروائيو سره د حكومت هېڅ كار نشته۔ د خالي په ورځ يو نجي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل نېب د پاکستان مسلم لیګ (ن) لارښود حمزه شهباز په ضد كارروائي د خپلو بدعنوانو په سوب كوي۔ ده ووئيل حمزه شهباز دې اولس ته دا ووائي چې منظور احمد او محبوب علي څوك دي او دوئي ده ته په لكھونو ډالرې ولې وركړې۔ په دې اړه نېب ټول دستاوېزي ثبوتونه او د بنكونو مني ټرېل هم لري۔ ده تور ولګولو چې د پاكستان مسلم ليګ نون مشرتابه د خپلو ذاتي ګټو ترلاسه كولو له د ادارو كارولو ماهر ده۔ ده د كال 2014ء د لاھور ماډل پېښې حواله هم وركړه په كومه كښې چې د ن ليګ مشرتابه د خپلو ذاتي مقصدونو لپاره د كوچنيانو ٬ مېرمنو او مشرانو په شمول 16 بې ګناه كسان ووژل۔ ده ووئيل كه نېب سره د چا په مني لانډرنګ يا كرپشن كښې د ككړ كېدو ثبوت موجود وي نو هغه د حمزه په شمول هر يو وګړې نيولې شي۔ ده ووئيل كله هم چې نېب د بدعنوانه عناصرو په ضد كومه كاروائي كوي نو دوئي په حكومت تورونه لګولو سره په ژړا لاس پورې كړي۔