افغانستان اصغر افغان ته په درې واړو فارمېټس كښې د كپتان عهدې څخه اخوا كړې

ګلبدین نائب د ون ډے، راشد خان د ټی ټونټی او رحمت شاہ د ټېسټ لوبډلې نوې كپتان غوره كړې شو
کابل ۔ 6 اپرېل (اے پی پی) افغانستان كركټ بورډ اصغر افغان په درې واړو فارمېټس كښې د كپتان عهدې څخه اخوا كړې دې۔ ګلبدین نائب د ون ډے، راشد خان د ټی ټونټی او رحمت شاہ د ټېسټ لوبډلې نوې كپتان غوره كړې شوې دې او راشد خان به ون ډے ٬ شفیق اللہ شفیق به ټي ټونټی او حشمت اللہ شاهدی به ټېسټ كركټ كښې د دوهم كپتان په حېث خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ افغانستان کرکټ بورډ ورلډ كپ څخه دوه مياشتې وړاندې اصغر افغان څخه د درې واړو فارمېټ مشري اخستې ولې د يو لوبغاړي په حېث به هغه كركټ لوبډله كښې موجود وي۔ بلخوا مشرۍ څخه دده د اخوا كولو سوب ښودلې شوې نه دې۔ دا خبره دې ياده وي چې اصغر افغان په اپرېل 2015ء كښې د محمد نبي په ځائې د لوبډلې مشري په غاړه اخستې وه۔ دده په مشرۍ كښې افغاني كركټ لوبډلې آئي سي سي څخه د فل ممبر او ټېسټ كركټ درجه ترلاسه كړې وه۔