سوريې د اللاذقيه بندرګاه انتظام ايران ته وسپارلو

دمشق 05 اپریل (اے پی پی)د سوريې حكومت د سټرېټيجك اهميت وړ اللاذقيه بندرګاه ايران ته د سپارلو منظوري وركړی ده ۔د لاذقيه بندرګاه انتظام د سوريې حكومت او سوريا هولډنګ كمپنۍ ترمينځه د لوظ نامې له مخې د فرانسيسي يوې كمپنۍ چلولو۔په وروستيو كښې د سوريې حكومت سوريا هولډنګ ته په تحريري توګه هدايت كړې چې هغه دې د اللاذقيه بندرګاه انتظام سوريې ته حواله كړي او په دې لړ كښې دې د دمشق او تهران ترمينځه د شوې لوظ نامې احترام وكړي۔په لوظ نامه كښې د اللاذقيه بندرګاه انتظام راتلونكې د خزان موسم څخه ايران سنبهالوي۔بندرګاه په طرطوس او اللاذقيه كښې د روسيې سمندري اډو سره نزدې ده۔