
واشنګټن 04 اپرېل (اے پي پي) د سپينې ماڼۍ اقتصادي سلاحكار لېري كوډلو وئيلي دي د چین او امریکې په تجارتي خبرو اترو كښې مثبت پېشرفت شوې او دا سلسله به جاري وي ۔ ده دا هم ووئيل چين په وړومبي ځل تجارتي مسئلې تسليم كړې ۔ کوډلو له مخې كومې مسئلې چې چين تسليم كړې ٬ امريكې د څو كالونو راهسې دا په ګوته كولې۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مذاكراتو نوې پړاٶ د شورو په ورځ د امريكې په پايه تخت كښې پېل شوې ۔ امريكائي اولس مشر ټرمپ به د زيارت په ورځ د چينائي پلاوي مشري كوٶنكي نائب وزيراعظم ليو هي سره خپل دفتر كښې ملاقات كوي او په مذاكراتي عمل به خبرې اترې كوي