تهران ۔ 3 اپرېل (اے پی پی) ایران كښې د دوه اونيو په مهال په بېلو سيمو كښی د راغلي سېلاب لامله 57 كسان مړه او 478 نور ژوبل شوي دي۔ د ايران د بېړني حالاتو څانګې وياند مجتبیٰ خالدی ووئيل چې په دې وروستيو كښې د راغلې سېلاب لامله 57 كسان مړه او 478 ټپيان شوي دي۔ د باران او بيا د سېلاب دلاسه د مارچ 19 مې نېټې څخه تر دې دمه د ايران د كركيلې سيمو ٬ بنيادي اډانو ٬ كلي والو او ښارئيزو سيمو ته د سخت زيان رسېدو اطلاعات ترلاسه شوي دي۔ په لوئيديز ايران كښې د درځنونو په شمېر ښارونو او كلو كښې اوس هم د اوبو كچه كافي پورته ده