فلسطين د سعودي عربستان اولنۍ مسئله وه او وي به۔ خادم الحرمېن الشريفېن شاه سلمان

تیونسیا ۔ 01 اپرېل (اے پي پي) خادم الحرمېن الشریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز وئيلي دي د ګولان عرب تشخص كښې كوم ډول بدلون د قبلولو نه دې۔ فلسطین د سعودی عربستان اولنۍ مسئله وه او وي به۔ شاہ سلمان تیونس كښې د عرب مشرانو 30م كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د فلسطين مسئله د سعودي عربستان بنيادي مسئله وه او وي به۔ تر كومې چې فلسطيني اولس ته ددوئي جائز حقونه ترلاسه شوې نه وي تر هغه وخت به سعودي عربستان د فلسطيني كاز ملاتړ كوي۔ ده ووئيل د 1967ء سرحدی دائره كښې د خپلواكه فلسطيني رياست جوړول او ختيځ بېت المقدس ددې پلازمينه جوړېدل د فلسطينيانو جائز حق دې۔ شاہ سلمان ووئيل سعودي عربستنان د ګولان د شامي غرونو خپلواكۍ په ضد هره يوه كارروائي بشپړه قوت سره رد كوي۔ ده ووئيل د سوريه د ستونزې داسې سياسي حل ضروري دې كوم چې ددې د امن ٬ يو والي ٬ خپلواكۍ او ددې داخلي چارو كښې د غېر ملكي نه لاس وهنې ضامن وي