اسلام آباد ۔ 31 مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د ادارو په تباھۍ كښې لوئے كردار د خورشيد شاه دې۔ هغه د بھرتيانو امبار لګوونكې كمېټۍ مشر وو۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ بيان كښې چوهدري فواد حسېن ووئيل خورشيد شاه بايد خپل كردار مخې ته كولو سره د بېنظير او بھټو خرڅول بند كړي۔ د ادارو په تباھۍ كښې لويه برخه د ده ده۔ هغه ددغه كمېټۍ مشر وو كومې چې ادارو كښې د مېرټ په ضد او د سياسي بھرتيانو انبار ولګولو۔ كوم وېنه چې ادارو ته لګېدلي دي د هغې ذمه وار خورشيد شاه دې۔