په چين كښې د سېلګرو په ګاډي د اور لګېدو پېښه – 26 تنه مړه او 28 ژوبل

بيجنګ 23 مارچ (اے پی پی) په چين كښې د سېلګرو په ګاډي كښې د اور لګېدو پېښه كښې 26 تنه مړه او 28 نورژوبل شوي دي۔ د ځايې مېډيا له مخې د چين د هنان ولايت چينګډے ښار كښې ماښام په هائے وے يو بس كښې ناڅاپي اور ولګېدو۔د ترلاسه شويو اطلاعات له مخې په ګاډي كښې دغه مهال نزدې 53 مسافرو سفر كولو۔ د اور لګېدو په مهال په ګاډي كښې دوه ډرائيوران او ګارډ هم موجود وو۔د اور لګېدو د پیښې سوب تراوسه نه دې معلوم شوې۔ټول ژوبل شوي كسان معالجې لپاره روغتون كښې بستر كړې شوي دي كومو كښې چې د پنځو حالت نازك ښودلې شوې۔انتظاميې د ګاډي دواړه ډرائيوران په حراست كښې اخستلو سره د پېښې پلټنې پېل كړي۔(